روزګان کي د جګړې پرمهال ۲۱ ځایي اوسیدونکي وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي

راپور: اجمل وصال

مسٔوولین وایي، د حکیم شجاعي په مشرۍ د اهل تشیع او پښتنو ترمنځ خپلمنځي نښته تیره ورځ وروسته تر هغه د روزګان خاص روزګان ولسوالۍ په کندلانو سیمه کي رامنځته سوې، کله چي غیره مسٔووله وسله وال حکیم شجاعي پر دغه کلی برید وکړ.

د روزګان والي وایې، په دغه نښته کي د حکیم شجاعي د مرستیال او یوې ښځي په ګډون ۲۱ کسان وژل سوي او د حکیم شجاعي په ګډون څلور نور ټپیان دي.

رامنځته سوې نښته د دولت حاکمیت څخه وتلی سیمه کي سوې.

د روزګان ولایتي شورا او مدني فعالین بیا پر دولت نیوکه کوي چې د تیرو څو کلونو راهیسې په سیمه کې د غیره مسٔووله وسله وال حکیم شجاعي په نیولو او قانون ته په سپارلو کي پاته راغلي.

حکیم شجاعي تردې وړاندي هم ددغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي د بي ګناه کسانو په وژلو تورن دی او کلونه وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هغه د نیولو امر هم کړی و.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...