راپورونه

د کرني مسؤلین : سږ کال په کندهار کي ۱۶ زره د پيستې نیالګي کښېنول کیږي

راپور: محمد یار محروح افغان حکومت د کوکنارو د کښت د مخنیوي په موخه کروندګرو ته د پيستې نیالګي ورکوي. په کندهار کي اوس مهال پر ۱۵۰۰ جریبه مځکه د پستو باغونه ایښودل سوي او د زعفرانو د کښت پر ترویج هم کار روان دی. د کرني مسؤلین وايي، سږ کال به په میوند، تخته پل او بولدک ولسوالیو کي ...

Read More »

په کندهار کي د تیر کال په پرتله د وچي میوې په حاصلاتو کي ۴۰ سلنه زياتوالی راغلی دی

راپور: مهتمم صالح په کندهار کي هر کال ۳۰ زره ټنه انځير بهرنيو هیوادونو پاکستان، هندوستان او نورو ته صادريږي، چي سږکال هم تر دا مهاله شاوخوا ۲۵۰۰۰ ټنه انځيز راټول سوي دي او شپږ زره ټنه انځر يې هندوستان او پاکستان ته صادر سوي دي. د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهير وايي، سږ کال د تېر کال ...

Read More »

د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکو تر لښکرګاه ښار پوري د سولي د غوښتني ولسي حرکت ترسره کړ

راپور: جواد داوري افغانان د سولي وروستیو هڅو او ملاقاتو ته هیله مند دي خو د هلمند اوسیدونکي بیا تر بل هر ولایت د سولي روانو هڅو ته ډیر خوشبینه دي. د نادعلي ولسوالۍ ځوانان تر لښکرګاه پوري د سولي غوښتني په هدف پر پښو ولاړل تر څو وښيي چي ولسونه د سولي ټینګښت ته لیواله دي. د نادعلي ولسوالۍ ...

Read More »

روزګان: د ۱۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو پروژو کار پیل سو

راپور: اجمل وصال د روزګان په مرکزترینکوټ کي د ۱۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو لویو پروژو چارې پیل سوې. مسٔوولین وایي، دیادو پروژو مالي لګښت د افغان ولسمشر لخوا په خاصه پاملرنه د روزګان سره مرسته سوی ده، چې بیارغنیزي چارې به د څه باندي یوکال په موده کې بشپړ او ګټي اخیستني ته به وسپارل سي. دغه ...

Read More »

په کندز کي د جنایي جرمونو کچه لوړه سوې ده

راپور: نورګل اندړوال کندوز کي د نامسٔوله وسله والو له ناقانونه فعالیت او جبر ګیلي سته خو د اورېدو لپاره یې عام ولسونه وايي جوړو غوږونو ته اړتیا سته. خلک وايي، دکندز ښار دننه وژنې ، غلاوی، سړی تښتوني او ډول ډول جرمي پيښي کیږي خو سیمیزحکومت یې بیرته تر نیولو وروسته  په رنګ رنګ پلمو خوشي کوي  چي دې ...

Read More »

د کندهار د سولي شورا مسٔولين وايي، د سولي په روانو مذاکراتو کي د ښځو ونډه مهمه ده او بايد ګډون ورکړل سي

راپور: مهتمم صالح د کندهار د سولي شورا رئيس شیرمحمد حقيار د ولایتي شورا د ښځينه غړو او ښځینه فعالانو سره د ليدو پر مهال وويل، د سولي په روانو مذاکراتو کي د ښځو ونډه مهمه ده او بايد ګډون ورکړل سي. حقيار وايي، کندهارۍ میرمني بايد د سولي لپاره ږغ پورته کړي او نور د خپلو اولادونو، خاوندانو او ...

Read More »

د هرات ولایت اوسیدونکي د دې ولایت د حج او اوقافو پر ریس باندي برید، پر اسلام او د اسلام پر اساساتو باندي برید ګڼي

راپور: غلام فاروقي د هرات ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکي د دې ولایت د حج او اوقافو پر ریٔس برید د اسلام د دښمنانو کار بولی او دولت غواړي د ورته پيښو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دا کسان د حکومتي چارواکو همداشان غوښتنه کوي چي د دې پیښي عاملین پیدا او سزا ورکړي ځکه د دوی په باور ...

Read More »

د کندهار د ولایتي شورا وايي، که ولسمشر غني په یوه کال کي سوله راوستلای سي، حکومت ته دي ادامه ورکړي

راپور: محمد یار مجروح افغان ولسمشر محمداشرف غني څو ورځي وړاندي رسنیو ته ویلي وو چي دی باوري دی تر څو د یوه کال په موده کي له طالبانو سره سیاسي حل لاري ته ورسیږي. ولسمشر غني دا هم ویلي وو چي د موقت حکومت رامنځ ته کېدو ته اړتیا نه لیدل کیږي او ولسمشریزي ټاکني به پر وخت ترسره ...

Read More »

په هرات ولایت کي یو شمیر ځوانان د سولي روانو خبرو اترو ته هیله مند دي

راپور: غلام فاروق رسولي په هرات ولایت کي یو شمېر ځوانان او مدني فعالان په دې وروستیو کي د سولي په برخه کي د خبرو اترو لړۍ ته خوشحاله دي او په خبره يې چي د یادو خبرو اترو پایله به ډېره مثبته او رغنده وي. دوی د جنګ د ښکیلو خواوو غواړي په هیواد کې د تلپاتي سولي لپاره ...

Read More »

په روزګان کي امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وروستيو هوايي بریدونو له امله ۲۱ طالب قومندانان ووژل سوي

راپور: اجمل وصال د رزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي ۲۱ طالب قومندانان داسي مهال په نښه سوي او وژل سوي چي د ترینکوټ ښار شمال ختیځ خاناقه سیمه کي یې د بریدونو لپاره په یوه مهم پلان کار کاوه. چارواکي وايي هوايي برید د طالب قومندانانو په هغه پټه غونډه سوی چي ...

Read More »