راپور: اجمل وصال
د روزګان په مرکزترینکوټ کي د ۱۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو لویو پروژو چارې پیل سوې.
مسٔوولین وایي، دیادو پروژو مالي لګښت د افغان ولسمشر لخوا په خاصه پاملرنه د روزګان سره مرسته سوی ده، چې بیارغنیزي چارې به د څه باندي یوکال په موده کې بشپړ او ګټي اخیستني ته به وسپارل سي.
دغه پروژې چي دوې یې د مسافرو لپاره تم ځایونه، یو جامع جومات او دوه د غونډو تالارونه دي د څه باندي یوکال په موده کي به په مرکز ترینکوټ کي بشپړ سي.
د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وویل، د پروژو د کار څخه وخت پر وخت نظارت ترسره کیږي.
د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار وایي، دغه پنځه لویي پروژې د ترینکوټ ښار کي پلي کیږي، چي هم مهاله به لسګونه بې روزګاره خلکو ته د کار کولو زمینه برابره سي.
دیادو پروژو له جملي دری نیم جریبه ځمکه کي یو جامع جومات چي په یوه وخت کي به د دوه زره لمونځ کوونکو ځای ولري، د ۳۰۰ متره مربع په اندازه دوه تم ځایونه او دوه هم د غونډو تالارونه په پام کې نیول سوي دي.
دا د تیرو څه باندي لسو کلونو راهیسي لومړی ځل دی چي د ترینکوټ په ښار کي پنځه لویې پروژي پلي کیږي.
غوښتني دادي چي مرکزی دولت دي دغه جګړه ځپلي ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون