راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي هر کال ۳۰ زره ټنه انځير بهرنيو هیوادونو پاکستان، هندوستان او نورو ته صادريږي، چي سږکال هم تر دا مهاله شاوخوا ۲۵۰۰۰ ټنه انځيز راټول سوي دي او شپږ زره ټنه انځر يې هندوستان او پاکستان ته صادر سوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهير وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله د وچي مېوې په حاصلاتو کي ۴۰ سلنه زياتوالی راغلی دئ، خو په بهرينو هيوادونو کي يې بازار ډېر ټيټ دئ.
دی وایي، د کندهار د مېوو ډېره برخه پاکستان او هندوستان هيوادونو ته صادريږي او دغه هیوادونه په هغه اندازه زیاته مېوه نه رانیسي څومره چي یې دلته حاصلات زیات سوي.
د ده په خبره په لومړيو کي د انځرو بیه لوړه وه، کله چي سوداګرو انځر رانيول بیه يې ټيټه سوه، او اوس سوداګر د تاوان سره مخ دي.
بلخوا په کندهار کي د انځرو خرڅوونکي وايي، د انځرو بیه نه ده ټيټ سوې، صرف يې په هندوستان او پاکستان هيوادونو کي پلور ټکنی سوی دئ.
دوی له دولت غوښتنه کوي، چي نورو هيوادونو ته دي د تګ زمينه ورته برابره کړي، تر څو دوی خپلي مېوې د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورسوي.
دوی زياتوي اوس د انځرو يو کندهاری من له څلور زره څخه تر اووه زره پنځه سوه افغانيو دئ، چي دا د انځرو ښه بیه ده.
هر کال له کندهار څخه بهرينو هيوادونو ته لسګونه زره ټنه وچه او تازه مېوه صادريږي، چي مهم يې انار، انګور او په دريمه درجه کي انځر دي.
زردالو، بادام ګرين ګيچ او داسي نوري هغه ميوې دي، چي په کمه اندازه له کندهار څخه نورو هيوادونو ته صاديريږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون