په هلمند کي دسرې میاشتي رئیس ډاکټر اسدالله مایار وايي د تیرو دوو کالو راهیسي يې بشري مرستي د خیریه موسیساتو له لوري بندي سوي وې اوس يې تازه د نادعلي ولسوالۍ له جنګ ځپلو شاوخوا ۲۱۳ کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړه چي هري کورنۍ ته د خوراکي موادو تر څنګ البسي توکي هم ورکوي.
مایار وايي غواړي دغه لړۍ د هلمند نورو ولسوالیو ته هم وغځوي هغه سیمي چي د عملیاتو څخه تازه تصفیه کیږي ځايي اوسیدونکو ته يې د خوراکي موادو او البسي تر څنګ یو کیټ او لومړنۍ روغتیایي درمل ورکوي تر څو ځايي اوسیدونکي اړ نه سي چي نورو سیمو ته بیا کډه سي.
دی وايي دغه مرسته يې د سره صلیب او نورو نړیوالو موسیساتو په همکاري چمتو کړي ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون