راپور: نورګل اندړوال
کندوز کي د نامسٔوله وسله والو له ناقانونه فعالیت او جبر ګیلي سته خو د اورېدو لپاره یې عام ولسونه وايي جوړو غوږونو ته اړتیا سته.
خلک وايي، دکندز ښار دننه وژنې ، غلاوی، سړی تښتوني او ډول ډول جرمي پيښي کیږي خو سیمیزحکومت یې بیرته تر نیولو وروسته په رنګ رنګ پلمو خوشي کوي چي دې چاري خلک اندیښمن کړي او ادعاکوي چي نیغ په نیغه حکومت په دې ټولو پيښو کي ښکیل دي.
دکندز والي عبدالجبارنعيمي که څه هم له یو شمیر بنسټونو ګیلي لري خو بیا هم وايي وروسته له دې که د هر مسؤل په سیمه کي غلا وسي مجازات به یې کړي.
دکندز آمنیه قومنداني بیا د خپل بام واورې دخلکو په بام وراچوي ا و نیوکه کوي چي عام ولس له پولیسو سره همکارنه دي ځکه پیښي زیاتي سوي.
کندزیان وایي له وخته چي د ولسمشر دفرمان له مخي د روټيشن پروسه تر سره سوي او دپولیسو په لیکو کي ادلون بدلون راغلی ورسره جوخت په کندز کي د غلاو او وژنو ګراف هم لوړ سوی دی چي خلک یې علت د پولیسو نا پوهي او په سیمه کي نه بلدتیا په ګوته کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون