Author Archives: asad noori

په روزګان کي جګړه او ښخ کړل سوي ماینونه د ملکیانو ژوند ګواښي

راپور: اجمل وصال په روزګان کي هغه سیمي چي تازه د عملیاتو پرمهال له وسله والو په لاس راځي، ځایي اوسیدونکي یې ځکه بیا ورتګ ته زړه نه ښه کوي چي په وینا یې له یوې خوا سیمي یې په ماینونو پوښل سوی او بل خوا بیا امنیتي ځواکونه پرې ډزي کوي. امنیتې مسٔوولین هم په تازه نیول سوو سیمو ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کي د سولي شورا هیڅ فعالیت نه کوي او نه يې مخالفین له سولي سره یو ځاي کړي

دوی وايي، په دغه اداره کي مصارف زیات خو لاسته راوړني يې کمي دي. بلخوا دیني عالمان او قومي مشران وايي، د سولي شورا بنسټ په یوه طرف کي واقع  دي او باید بې طرفه کسان يې په راس کي وګمارل سي. د کندهار ولایتي شورا ددې مطلب په څرګندولو سره وايي، چي په دغه ولایت کي د سولي شورا ...

Read More »

د لوی کندهار قومي مشران او سپین ږیري له خلکو غواړي چي نور له قومي اختلافاتو او تفرقې لاس واخلي

د دوی په خبره یو شمیر کسان غواړي، چي خلک د قوم او سیمي په نوم سره جلا کړي او تر منځ يې ستونزي جوړي کړي. دوی وايي، خلک باید د خپلو مشرانو په ټاکلو کي له پوره دقت څخه کار واخلي. په کندهار کي د کاکړانو شوار د رهبرۍ ټاکنیزه غونډه ترسره سوه چي پکښي د کندهار تر څنګ ...

Read More »

ولسمشر غني د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکلي

  ولسمشر اشرف غني د کورنيو چارو وزارت په وړانديز ١٤ ولايتونو ته نوي امنيه قوماندانان ټاکلي او د لسو نورو ولایتونو یې احتياط ته لېږلي دي. په یوه حکم کي کورنيو چارو وزارت ولسمشر ته د امنيه قوماندانانو د تغيير او تبديل وړانديز کړى چيد ولسمشر له خوا منظور سوی دی. د دغه حکم له مخې: سمونوال فرید مشعل ...

Read More »

په فراه کي ۴۵ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، چي امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو حملي په شا کړي. محمد رادمنش زیاته کړه، وسله والو ډلو ته درانه تلفات اوښتي دي چي تر ۴۵ تنه زیات مړي او زخمیان لري. د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چي د بدخشان په تیشکان، کوهستان او جرم ولسوالیو کي هم وسله وال طالبان مات ...

Read More »

د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو په یوه لویه حمله کي ۲۲ پوليس وژل سوي

ځايي چارواکي وايي، چي د وسله والو طالبانو يوې لويې ډلي د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو له تیر ماخستن راهیسي بریدونه پيل کړي چي لاهم دوام لري. د زابل یوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چي په دې برید کي ۲۲ تنه پوليس وژل سوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. سرچینه زیاته ...

Read More »

د پښتون ژغورني غورځنګ وایي، چي پاکستان حکومت مو په کراچي کي غونډي ته نه پرېږدي 

  د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چي د کراچۍ ښار په جناح پارک کي خپله غونډه جوړه کړي. د دې غورځنګ یوه غړي، محسن داوړ ویلي، د پاکستاني حکومت د فشار له امله اړ سوي چي د جلسې ځای بدل کړي. هغه وایي، حکومت په پوره توان هڅه کوي، چي ددوی د ...

Read More »

کندهارۍ غاړي چي نړیوال بازار لري د بازار موندني په برخه کي د ښځو خوارۍ په اوبو لاهو سوي

راپور: بشیر احمد فیضان یو شمیر میرمني وايي، لاسي صنایع يې بازار نه لري او حکومت يې باید غم وخوري. دوی وايي، په میاشتو میاشتو خوارۍ باسي خو غاړي يې مارکیټ نه لري. لاسي صنعت (خامکي) غاړي د کندهار لرغونی او پخوانی دود یادیږي. دا صنعت تاریخي  قدامت لري او د هنري ګوتو او سترګو په زور رغول کیږي. افغانستان ...

Read More »

په زابل کي د ملي اردو ځواکونو له لوري د پوهني له ریاست سره د کمپیوټرونو مرسته وسوه

راپور: نثاراحمد څپاند دغه اته ویشت پايې ډیسکټاپ کمپیوټرونه د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمي پلي لوا له لوري د چهار شنبې په ورځ د زابل د پوهني د ریاست مسٔوولینو ته وسپارل سو. د دوهمي پلي لوا د ګارنیزیون قوماندان جګړن امام الدین همرا د دغه کمپيوټرونو د سپارلو پر مهال وویل، د افغانستان د دفاع وزارت د ...

Read More »

ولسمشر غني وايي، چي د ترهګرو د پلانونه شنډولو په برخه کي دي جدي اقدامات وسي

ولسمشر امنيتي مسٔوولينو ته لارښوونه وکړه چي د ترهګرو ډلو د ځپلو او د هغوى د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وکړي. له ارګ په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه سوه. ولسمشر په دغه غونډه کي امنیتي مسٔوولینو ته ...

Read More »