د دوی په خبره یو شمیر کسان غواړي، چي خلک د قوم او سیمي په نوم سره جلا کړي او تر منځ يې ستونزي جوړي کړي.
دوی وايي، خلک باید د خپلو مشرانو په ټاکلو کي له پوره دقت څخه کار واخلي.
په کندهار کي د کاکړانو شوار د رهبرۍ ټاکنیزه غونډه ترسره سوه چي پکښي د کندهار تر څنګ د زابل او هلمند قومي مشرانو او سپین ږیرو هم ګدون کړی وو.
د کندهار مرستیال والي اغالالي دستګیري وویل، چي د قومونو مشران باید د خلکو تر منځ یوالی رامنځته کړي تر څو خپل منځي اختلافاتو او جلاوالي مخه ونیول سي.
دغه راز د کندهار او زابل د ولایتي شورا غړو وویل، چي یو شمیر کسان د قومي مشرانو په نوم د نظام پر خلاف او شخصي ګټو لپاره کار کوي او د خلکو ستونزي يې له پامه غورځولي دي.
دوی وویل، خلک باید د خپلو مشرانو په ټاکلو کي له پوره دقت څخه کار واخلي.
یو شمیر قومي مخورو هم په هیواد کي د سولي او یوالي په راوستلو ټینګار وکړ او په دې برخه کي د خلکو هڅي او فعالیت مهم وباله.
په غونډه کي له حکومته هم وغوښتل سوه چي، په هیواد کي د قومونو د یوځای والي لپاره یو مشخصه تګلاره رامنځته کړي او پرینږدي، چي پردې پلوه کسان د افغانانو تر منځ قومي اختلافات رامنځته کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون