د رسنیو د راپورونو له مخي تېره ورځ د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کي د امریکا د سفیر پر موټر ډزي وسوې.
په برید کي نوموړي ته زیان نه دی اوښتی.
د امریکا سفارت هم په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې موټرسایکل سپرو وسله والو د سفیر پر موټر ډزې کړې دي، خو په پېښه کې د سفیر په ګډون هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
د بنګلدیش حکومت وايي د پېښي هر اړخیزه پلټنه یې پيل کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون