د مسئولینو په خبره د افغانستان د باسکیټبال ملي لوبډله په جنوبي آسیا کي د میشتو هیوادونو ترمنځ د باسکیټبال په سیالیو کي د ګډون په هدف تیره ورځ د سریلانکا هیواد ته ولاړه.
د جنوبي آسیایې هیوادونو ترمنځ د باسکیټبال په یادو سیالیو کي د هندوستان، پاکستان، مالدیف، بنګله دیش، بوتان، سریلانکا، نیپال او د افغانستان لوبډلي برخه لري.
په افغان لوبډله کي ۴ لوبغاړو سیدشاه حدودي، سعید امیري، وهاب او میلاد ابراهیمي په یاد سفر کي ګډون کړی، چي له یادو لوبغاړو څخه سیدشاه حدودي له کندهار ټاکل سوی.
د هغه ترڅنګ د یادي لوبډلي روزونکی عبیدالله ارغندیوال او د یادي لوبډلي سره دوه هیئتان عبدالصبورعزیزی او د کندهار د باسکیټبال فدراسیون مسئول عبدالله مینوال ګډون کړی.
په یادو لوبو کي درې لوبغاړي په یوه وخت لوبډله کي د لوبېدو حق لري.
د یادلو وړ ده، چي د باسکیټبال یادي سیالۍ سبا یکشنبه پيلیږي او د دوو ورځو لپاره به ترسره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون