بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې اسرائیل خوښ کړی دی، خو د فلسطینیانو، د امریکا د متحدانو او یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت او غوسه يې پارولې ده.
د سپینې ماڼۍ یو پلاوی او اسرائیلي چارواکي به په بیتالمقدس کي د متحده ایالاتو د سفارت د پرانېستلو په مراسمو کي ګډون وکړي.
بل لورته تمه کېږي چي زیات شمېر فلسطینیان د دې اقدام په مخالفت کي په غزه او نورو سیمو کي مظاهرې وکړي.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ غړو هېوادونو بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پریکړې مخالفت کړی دی.
فسلطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت ګڼي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون