د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، چي اوس په ایران کي د رژیم بدلول د واشنګټن د پالیسي برخه نه‎ ده

جان بولټون تر دې مخکي پیشنهاد کړی و چي امریکا باید په ایران کي د یوه نوي حکومت د رامنځته کېدو لپاره هڅي وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، په اوس وخت کي په ایران کي د رژیم بدلول د واشنګټن د پالیسۍ برخه نه‎ ده.

له «اې.بي.سي» ټلوېزیون سره په مرکه کيپرون یکشنبې د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، د واشنګټن پالیسي دا ده چي غواړي ډاډه سي ایران اټمي وسلې نه ترلاسه کوي.

جان بولټون د ایران د اټمي مسئلې په ګډون د نړیوالو مسئلو په باب سخت دریځ لرونکی امریکايي مقام بلل کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...