هغه دا خبرې پرون شپه ناوخته د کراچي ښار په سهراب ګوټ سیمه کي د لسګونو زرو خلکو یوې غونډي ته وکړې چي د پښتون ژغورني د غورځنګ په ملاتړ ټول سوي و.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان حکومتي ادارې تورني کړې چي د ده په خبره په وژنو او سړي تښتونو کي لوی لاس لري.
د پاکستان حکومت په هر ډول وژنو او تښتونو کي لاس لرل رد کړی او د پښتون ژغورني غورځنګ دا دعاوې یې بې اساسه بللي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین چې له اسلاماباده تر کراچۍ په موټر کي د ۴۰ ساعتونو مزل کړی و په داسي حال کي د پاکستان په حکومت تورونه ولګول چي وار دمخه د حکومت او پوځیانو پرضد له هر ډول خبرو منع کړای سوی و.
پښتون ژغورنې غورځنګ په جنورۍ میاشت کي په کراچي کې د پولیس راو انور په لاس د یوه وزیرستاني ځوان نقیبالله محسود تر وژني وروسته جوړ او د پښتنو د حقونو ږغ یې پورته کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون