د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو د تېرې شپې لوبه کي ممبۍ انډینز لوبډلي پچه وګټله او چینایي سوپر کینګز لوبډلي ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
چینایې سوپر کینګز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ممبۍ لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې سورېش راینا ۷۵ ناسوځېدلې او رایدو ۴۶ تر نورو لوبغاړو ښې منډو وکړې.
مکلینګین او کرونال پنډیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ممبۍ لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره ۱۹،۴ اورونو کې پوره او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
لوبډلمشر روهیت شرما ۵۶ ناسوځېدلې، ایوین لیویز ۴۷ او سوریاکومار یادف ۴۴ د پام وړ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل سو.
که څه هم ممبۍ لوبډله د جدول په وروستي مقام کې وه، خو په دې بریا سره یې د ۷ لوبو څخه د دوه په ګټلو د جدول ۶ مقام خپل کړ او چينایي لوبډله له ۷ څخه د ۵ په ګټلو سره لا هم د جدول په لومړي مقام کي ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون