پښتون ژغورني غورځنګ به نن په سوات کي غونډه تر سره کړي

د دغه غورڅنګ ګڼ شمېر غړو، خواخوږو، پلویانو او مشرانو لکه علي وزیر، بلال مندوخېل، مزمل خان او ځینو نورو پر خپلو ټولنیزو رسنیو د خیبر پښتونخوا له ولسه په دغه غونډه کي د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.

ټاکل سوې چې نن یکشنبه به د خیبر پښتونخوا په لېرې پرتې سیمې سوات کي د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک ستره ولسي غونډه جوړه سي.

له بلې خوا بیا پر ټولنیزو رسنیو د خپرو سویو راپورونو او تصویرونو له مخي، په سوات کي ځايي امنیتي چارواکو خلک د منظور پشتین په جلسه کي له ګډونه منع کړي او همداشان یې د سوات په بېلابېلو سیمو کي د دغه تحریک پر ضد بينرونه هم ځوړند کړي دي.

د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورني ولسي تحریک د روان کال په لومړیو کي تر هغې وروسته راپورته سو او په اسلام اباد کي یې زرګونو پلویانو پرلت وکړ چي په کراچۍ کي پولیسو د وزیرستان یو ځوان نقیب الله محسود په مشکوک ډول له دوکانه پورته کړ او بیا وروسته یې د ترهګر په نامه وواژه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...