د ورزشي فدراسیونونو د انتخاباتو په لړ کي امیر حسین حسیني د موی تای او بکتاش نصرت د کڼو د فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل سو

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، د موی تای فدراسیون مشرۍ ته دوه تنه امیر حسین حسیني او علي رضا عاطفي نوماندان وه،

چي لومړی دواړو نوماندانو خپل پروګرامونه شریک کړل او له هغه وروسته رأی اچونه وسوه چي ښاغلی امیر حسین حسیني

له ټولو ۲۱ رایو د ۱۹ په ترلاسه کولو سره، د موی تای فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب سو.

د کڼو د ورزشي فدراسیون مشرۍ ته بیا يوازې بکتاش نصرت نوماند و چي د ۸ رأیو په ترلاسه کولو سره د دغه فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل سو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...