د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون تکړه ویاند، لیکوال او شاعر سردار محمد همراز د ور پېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
د معلوماتو له مخې مرحوم همراز د ژورنالیستکي کارونو ترڅنګ کلونه-کلونه د کابل او ننګرهار په بېلابېلو لېسو او ښوونځیو کي د ښوونکي په توګه هم دندې ترسره کړي.
همراز څه باندي ۴۰ کاله په ملي راډیو ټلوېزیون کي د خپرونو ویاند او د نطاقانو مدیر و.
مرحوم همراز د ننګرهار او لغمان ملي راډیو ټلوېزیونو د ریاست ترڅنګ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم پاتې سوی و.
مرحوم يو ښه شاعر او لیکوال هم و چي ورڅخه ځینې چاپ او ناچاپ اثار هم پاتې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون