د یادو دو هیوادونو کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبي د پاکستان هیواد په کراچي ښار کي پیل سوي.
پاکستان او وینډیز د یادو لوبو په لړ کي دوې لوبي ترسره کړي چي دواړي د پاکستان کرکټ لوبډلي په ګټه پای ته رسیدلي.
د تیري شپي په لوبه کی یو ځل بیا لومړی توپ وهنه پاکستان وکړل او په ټاکلو شل اورونو کی یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکی.
د ویسټ انډیز توپ وهونکو لوبه په ښه ډول پیل نه کړل او ټول لوبغاړي یې د لوبي په ۱۹.۲ اورونو کي د ۱۲۳ منډو په کولو سره وسوځیدل.
د یادلو وړ ده، چي د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېمه شل اوريزه لوبه نن ماښام پر ۷ بجي پېلیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون