تیره ورځ مازدیګر د افغانستان ملي تلویزیون په تالار کي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ویاړ غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي د مشرانو جرګې محترم رئیس فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې غړو، د کابینې غړو ، مدني فعالانو او ځوانونانو ګډون کړی و.
افغان لوبډلې د نيپال او عربي اماراتو په مرسته نړيوال جام ته د خپل تګ هيلې ژوندۍ وساتلي او د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته د ورتګ سره سره يې د غوراوي سياليو کپ هم وګاټه.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې بريا په ټول هيواد کي د خورا تود هرکلي سره مخ سوه.
ملي لوبډلي په خورا لوړ مرال سره خپلي وروستۍ لوبې ترسره کړې، چې ورسره په دې لوبو کي د ځينو افغان لوبغاړو له لوريو ريکارډونه هم جوړ سول.
محمد نبي لومړنی افغان لوبغاړی سو چې په يو ورځنيو سياليو کې يې ۱۰۰ ویکټې واخيستې او ۲۰۰۰ منډې يې پوره کړې.
راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر ونومول سو.
مجيب الرحمن په ۱۷ کلنۍ کې په دوه ځلي د لوبي د غوره لوبغاړي د ټاکل کېدو له امله د شاهد افرېدي ريکارډ مات کړ.
د اسټراليا تېز توپ اچوونکي ميچل سټارک هغه ريکارډ چي په ۵۲ لوبو کي يې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي وو، راشد خان يوازې په ۴۴ لوبو کې دغه ريکارډ مات کړ او د ۲۰۱۹ز کال پنځوس اووريز نړيوال جام ته د غوراوې په پايلوبه کې د ويسټ انډېز په وړاندې د شای هوپ په LBW سره دغه نه ماتېدونکی ريکارډ په خپل نوم کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون