د کندهار د کرکټ بورډ مسٔولین وايي، په دغه سیالیو کي ۳۶ کلبونه ګډون لري چي تر منځ به یې سیالي رواني وي.
د کندهار کرکټ بورډ مشر معسود رحماني وايي، چي له ګټونکو لوبډلو څخه به لوبغاړي سوپر الیټ لوبو ته لاره پیدا کوي چي اتله لوبډله به له کندهار څخه د زون په سطه په سیالیو کي برخه اخلي.
دی وایي، له هغه وروسته د افغانستان د ۶ زونونو تر منځ سیالۍ ترسره کیږي او ګټونکې لوبډله به وروسته د بهرنیو هیوادونو د کلبونو سره لوبي کوي.
ښاغلی رحماني وايي، په دې اړه کرکټ بورډ د سریلانکا هیواد سره خبري کړي او کېدای سي له دغه هیواد سره لوبي تر سره سي.
دی وایي، له دې سیالیو څخه یې هدف د نوو لوبغاړو روزل او د استعدادونو راپورته کول دي تر څو د ملي لوبډلي لپاره هم کسان غوره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون