د ناټو عمومي منشي سټولټنبرک عراق ته په سفر ځي 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یوه ورځیني سفر په موخه د عراق له ولسمشر، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو لپاره بغداد ته سفر کوي.

عراقي چارواکو ویلي، چي سټولټنبرګ به په دي سفر کي پر انتقالي دورې او ځیني نورو مهمو مسایلو هم خبري وکړي.

ویل کېږي، چي سټولټنبرګ به د یاد هېواد له نظامي چارواکو سره هم پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبري اتري وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...