ننګرهار: ښوونځۍ ته اور اچول سوی

ولایتي چارواکي وايي، په مومنددرې ولسوالۍ کي وسله والو يو تاريخي ښوونځۍ ته اور اچولی دی.

د معلوماتو له مخي د یاد ښوونځۍ تحويل خانه سوځیدلې او پکښي موجود کتابونه او نور مواد له منځه تللي دي.

د ننګرهار د پوهني رياست مطبوعاتي مسؤل اصف شينواري وويل، تیره شپه شاوخوا اته بجې څلور وسله والو د مومند درې ولسوالۍ اړوند د ايمل خان تاريخي لیسې ته اور ورته کړی دی.

د شينواري د معلوماتو له مخې، د ښوونځۍ په تحويل خانه کي موجود کتابونه، د لیسې اړوند ځيني مهم توکي او يو شمیر نور مواد بشپړ سوځېدلي دي.

په ورته وخت کي د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم ياده پېښه تاييد کړه او په اړه يې د پلټنو د پيل خبر ورکړ.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...