په کندهار کي د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه پرانیستل سول

راپور: محمد یار مجروح

د دوشنبې په ورځ په کندهار ولایت مقام کي د یوې غونډي پر مهال د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خوني رئیسي په کندهار کي د سوداګرۍ او صنایع خوني په اړه وویل، خوني په پرانستني سره به د ښځو له خوا سوداګري او د ښځو اقتصاد ډیر پرمختګ وکړي.

دغه راز کندهار والي، د ښځو چارو رئیسي او نورو وینا والو هم وویل، چي په کندهار کي به د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه مثبتې پایلي ولري ځکه په دي سره به ښځي وکولای سي چي خپلو توکو ته په اسانۍ سره نړیوال بازار پیدا کړي.

له   پخوا څخه د اقتصاد په جوړولو کي مهم رول لوبولی او اوس به هم په صنعت او تجارت کي مهم رول ولري.

دې وویل، بهر ته اکثره توکي لکه افغاني غالۍ، جامې او داسي نور ټول د ښځو تولیدات دي چي د افغانستان مهم اقتصادي صنعتي توکي بلل کیږي.

دوي وویل، په افغانستان کي اوس د دوی د شمېرو له مخي ۶۷ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره پانګونه د ښځو له خوا سوې چي دا ډيره لویه پانګونه ده.

کندهار والي، هم دلته د ښځو د سوداګرۍ خونه مهمه او ګټوره وبلل او په خبره یې، دا کار باید پخوا لا سوی وای.

هغه وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خوني جوړېدل به د ښځو پر ژوند مثبت اغيز وکړي او اقتصاد به يې پرمختګ وکړي.

پر همدې مهال د کندهار د ښځو چاري رئيسي هم وویل، چي د سوداګرۍ خوني په جوړېدو سره د ښځو فعالیتونه لا هم زیات سي.

هغې وویل، مخکي ډیري پروژې د ښځو لپاره دلته تطبیق سوي دي خو ښځو ته یې دوامداره ګټه نه ده رسېدلې. دې غوښتنه وکړل چي د سوداګرۍ او صنایع خونه باید د ښځو د تولیداتو لپاره بازارموندنه وکړي.

دغه راز په یاده غونډه کي د کندهار ولسي مشرانو په استازیتوب د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال وویل، چي افغاني ښځي کولای سي د کورنۍ د اقتصاد په جوړولو کي ښه رول ولوبوي.

ده وویل، که دلته ښځو ته فرصت ورکړل سي دلته به تر ډېره غربت ورک سي.

په کندهار کي پر داسي مهال د سوداګرۍ او صنایع خونه جوړیږي چي ښځي اکثره وخت د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي او غواړي په دي برخه کي زیات کار وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...