کندهار: کورني کرنیزو حاصلاتو سږ کال د بهرنیو سبزیجاتو مخه تر ډیره نیولې وه

راپور: محمد یار مجروح

د کرني مسٔوولین وايي، په کندهار او ګاوندۍ ولایتونو کي اوس ټول هغه سبزيجات کرل کیږي چي تر دي مخکي به د ژمي پر مهال له بهرنیو هیوادونو څخه راوړل کیدل.

بلخوا سوداګر وايي، چي دولت دي دې برخي ته توجه زیاته کړي او کروندګر دي په مسلکي ډول وروزي.

د کندهار د کرني او مالدارۍ ریاست ویاند انجینر حبیب الرحمن وايي، سږ کال د شنو خونو په مرسته توانیدلي چي کورني حاصلات شاوخوا ۷۰ سلنه د بهرنیو سبزیجاتو مخه ونیسي. خو په خبره يې د کروندګرو د نامسلکيتوب له امله د شنو خونو حاصلات یخ ووهل او کندهار ته یو ځل بیا د بهرنیو سبزیجاتو مخه سوه.

دی وايي، د کرنی ریاست په دي هڅه کي دي چي کروندګر په دي برخه کي وروزي او په راتلونکي کال کي یاده فیصدي نوره هم لوړه کړي.

پر همدې مهال د سبزیو سوداګر هم وايي، چي سږ کال په کندهار کي تر ډیره کورني حاصلات په ښه بیه خرڅیدل.

د دوی په خبره کورني حاصلات ښه بازار لري خو د ساتلو لپاره يې سوړساتن ځایونه نسته.

دوی وايي، د کورني حاصلاتو لپاره باید سړې خوني جوړي سي ځکه د نورو ولایتونو څخه راوړل سوي سبزیجات ډیری وخت خرابیږي.

په کندهار کي دا مهال تر سلګونه شنې خوني جوړي سوي چي د ژمي پر مهال يي تر ډیره د بهرنیو سبزیجاتو مخه یې نیولې، د کرني ریاست مسٔوولینو په خبره دوی په دې هڅه کي دي چي دا شمیره نوره هم لوړه کړي او مسلکي کسان ورته وروزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...