په کندهار کي د فوټسال لس ورځنۍ تمريناتي لوبي پای ته ورسېدي

راپور: جاوید سمسور

د کندهار د پوهني ریاست مسٔولین وايي، دغه سیالۍ يې د رخصتیو په وخت کي د زده کوونکو بوخت ساتلو په موخه جوړي کړي وې چي شپاړلو لوبډلو پکښي ګډون کړی وو.

د فوټسال دغه لوبي د کندهار د جمال ناصر طرزي په جمنازيم کي جوړي سوي وې چي پکښي د کندهار د ۱۴ ليسو او د پوهني رياست دوو منتخبو لوبډلو برخه اخيستې وه.

د کندهار د پوهني رياست مسٔولین وايي، چي د ښوونځيو د لس ورځنيو رخصتيو پرمهال يې د يوشمېر ليسو د زده کونکو لپاره د فوټسال لوبي پيل کړي وې تر څو هغوی بوخت وساتل سي.

د کندهار د پوهني رئیس انجنير عبدالقادر پيوستون وايي، په دي سره د رخصتیو په وخت کي زده کوونکي د نورو بي ګټي کارونو څخه راګرځي.

د کندهار د فوټسال فدراسیون مسٔول مدیر اغا وايي، چي د فوټسال په دي لس ورځنيو لوبو کي د کندهار د ۱۴ ليسو او د پوهني رياست ۲ منتخبو لوبډلو برخه اخيستې وه.

هغه وايي، چي په دغه ټورنمینټ کي د احمد شاه بابا عالي ليسې او پوهني رياست منتخب ټيمونه پايلوبي ته ووتل چي اتلولي د پوهني ریاست لوبډلي وګټله.

دی وایي، په دي سره ځوانان لا هم ورزش ته هڅول کیږي، له نشه يې توکو او نورو عبث کارونو څخه راګرځي.

په دي لوبو کي لوبغاړي هم د دغه ډول سياليو جوړولو له امله خوښي ښيي او وايي، چي له دي لاري خپلو زده کړو او نورو ورزشي فعاليتونو ته نور هم هڅول کیږي.

د پوهني رياست مسٔولین وايي، چي په راتلونکي کي هم په پلان کي لري، د فوټسال دا ډول لوبي پيل کړي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...