د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به نن په لندن کي له لوړ پوړو برتانوي چارواکو سره وګوري

د چارواکو په وینا له اروپايې متحدانو سره به د ټېلرسن خبري تر ډیره د ایران په اړه وي.

دا سفر په داسي وخت کي کیږي چي د پردي تر شا د ایران سره د دي هیواد د اټومي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو هیوادونو د تړون د برخلیک په اړه خبري اتري رواني دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي چي د نوم د نه څرګندونو په شرط یې خبري کولي رسنیو ته ویلي، ایران به له اروپايې چارواکو سره د ټېلرسن د لیدنو کتنو په سر کي وي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...