د چک د پلازمېني پراګ په یوه هوټل کي د اور لګېدو په پېښه کي د مړو شمیر څلور تنو ته پورته سو

د پراګ چارواکو وویل، دوي ښځي چي په ایرو سټار ډېوېډ هوټل کي د اورلګېدو په دي پېښه کي ټپیاني سوي وي، پرون ناوخته ‌یې ساه ورکړه.

د چارواکو په وینا اووه تنه نور ټپیان تر اوسه په روغتونو کي تر درملني لاندې دي.

پولیسو لومړني دوه وژل سوي د جرمني او جنوبي کوریا اتباع ښودلي، خو د وروستیو دوو تنو د هویت په اړه‌یې څه نه‎ دي ويلي.

په ټپیانو کي د هالنډ، ترکیې او فرانسې اتباع هم شامل دي.

تر اوسه دا نه ‎ده څرګنده چي څه شي په دي هوټل کي د اور د لګېدو سبب سوی و.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...