دواړو هېوادونو په ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ میلادي کالونو کې پهخپلو کې دري لویې جګړي کړي دي.
د جګړو تر څنګ هند په پرله پسي ډول پاکستان په کشمیر کي د یاغیانو په ملاتړ تورنوي او د هند پر پارلمان برید او هم په ۲۰۰۸ میلادي کال کي په بمبۍ کي د ډله ییزو بریدونو مسؤل پاکستان ګڼي.
سره له دي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولي د توافق ۱۴ کاله تیر سوي، خو دواړه هیوادونه کله نا کله یو بل په سرحدي سیمو په تیره بیا کشمیر کي په بریدونو تورنوي.
تر دي وړاندي د هندوستان ټایمز ورځپاڼي د هند د پوځ د لوی درستیز په حواله راپور ورکړی چي د دغه هېواد ځواکونه غواړي د اټمي وسلي له خطر سره سره د پاکستان په خاوره کي عملیات وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون