وسله والو طالبانو د روزګان پر چنارتو ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي

د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، چي وسله والو طالبانو له تيرو درو ورځو راهیسي د دي ولسوالۍ پر مرکز ډله يیز بریدونه پیل کړي او ډېر نږدې سوي دي.

هغه ټينګار وکړ چي د دي ولسوالۍ د امنيت ټينګښت لپاره بايد اړينه پاملرنه وسي.

دغه راز د يو بل خبر له مخي، ناپېژانده وسله والو په غزني کې د دوو تنو غاړي پرې کړي دي.

د غزني د والي وياند وايي، چي د پېښي په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول سوي، خو په اړه يې پلټني رواني دي.

د غزني د ولايتي روغتون مسٔوولين هم وايي، چي له يادي پیښي څخه دوه تنه دوى ته ور وړل سوي دي.

د دي پېښي مسٔووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...