د ۲۰۱۸م کال د پولیو نوې پیښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت سوې

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چي د پولیو دغه تازه پیښه د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط کلي کي ثبت سوې ده.

د پخلا په خبره دغه فلج سوی ماشوم کوچی دی او ۱۷ میاشتي عمر لري.

پخلا د پولیو د يوې بلي پېښي ثبت د خطر زنګ وبلی او زیاته يې کړه چي په دي سره په کندهار کي د پولیو د پیښو شمیر ۷ ته لوړ سو چي ۵ يې په شاولیکوټ او یوه يې د ښار په نهمه ناحیه کي ده.

د پخلا په وینا وسله والو طالبانو د تیرو شپږو میاشتو راهیسي د کندهار په شاولي کوټ، نېش، غورک، خاکریز او ميانشين ولسواليو کي د پولیو د واکسین پر تطبیق بندیز لګولی وو.

د پخلا په وینا په شاولي کوټ، نېش، غورک او میانشین کې د خبرو د لاري اوس دغه ستونزه حل سوي، خو په خاکریز ولسوالۍ کې لا هم د واکیسن پر تطبیق بندیز نه دی لیري سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...