هلمند کي د ۱۳۹۶ کال د فوټبال غوره لوبغاړې وستایل سوه

په همدي تړاو په هلمند ولایت کي دفوټبال فدراسیون لخوا د لښکرګاه ښارپه فرهنګي مرکز کي دیادو کسانو په ویاړستاینغونډه جوړه سوه چي پکښي دګڼو ورزشکارانو ترڅنګ، ښوونکو، دبیلابیلودولتي ادارو کارکوونکو اوښاریانو ګډون درلوده.

 دفوټبال فدراسیون استازی عبدالرحیم یوسفی: (( روان کال دفوټبال فدراسیون لخواڅورلس تورنمنټونه جوړسوي چي له کبله یې هلمندي ځوان فوټبالران ځلیدلي اوهلمند لپاره یې په دي برخه کي  دپام وړویاړونه ترلاسه کړی دی)).

 یوسفي ټینګارو کړ چی نوربه هم دفوټبال دلاپرمختګ لپاره کارکوي او د مرکز او لسوالیو ځوانانو هڅوني اوروزني په خاطربه هڅي پیاوړي کړي. پدي لاره کي یې دولایت مقام اونورودولتی اداروهمکاري اړینه وبلل اوغوښتنه یې وکړه چی دفوټبالرانو په سمبالښت اوحمایه کولوکي دفوټبال فدراسیون سره مرسته وکړي.

د ولایتي شورا غړی بشراحمد شاکر، کریم اتل او د ځوانانو مدیر غلام غوث داوري وویل،  هلمند کي دسپورټ په ځانګړي ډول فوټبال پرمختګ اود ځوانو فوټبالرانو هڅوني برخو کي ژمن دي اودهغوی  پروړاندي دسته ستونزوهواری لپاره به دولایت مقام او نورو ریاستونو سره په ګډه کارکوي.

دوي وویل،  نژدي راتلوونکی دولایت په کچه دفوټبال یوتورنمټ هم پرلاره واچوي ترڅودورزش له لاری دهلمندواقعي انځور نړۍ اوهیواد ته وړاندي سي.

دوی دورزشکارانو،  دیني عالمانو، قومي مشرانو او ټولو هیوادوالوو وغوښتل چي دسولي دټینګښت په  لاره کي په یوالي خپل مسٔولیت ادا کړي. اوپه هیوادپه ځانګړي ډول هلمند کي دروانو ناخوالو او جګړی دمخنیوی لپار هم کاروکړي.

په هلمند ولایت کي دنورو وزشونو تر څنګ دا مهال  دفوټبال اویا لوبډلي شتون لري چي لوبغاړي دټاکلي مهال ویش له مخي لوبي کوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...