پاکستان وايي، لسګونه هندي بندیان له زندانونو ازادوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ددغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چي ۳۶۰ هندي بندیان به ازادوي او هند ته یې سپاري.
ددغه وزارت ویاند وايي، یاد کسان تر ډیره کب نیوونکي وو، چي د پاکستان اوبو ته په غیر قانوني توګه د ننه سوې وه.
پاکستانی حکومت وایي ددغو کسانو د بند موده پوره سوې ده او په څلورو مرحلو کي به هندي حکومت ته وسپارل سي.
نړیوالي رسنۍ بیا په دې باور دي، چي پاکستان غواړي په دې توګه بیرته د هند زړه وګټي او رامنځ ته سوی کړکیچ یو څه ارام کړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...