اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نړیوال اقتصادي فورم په یوه غونډه کي د ګډون لپاره اردون ته تللی دی.
دغه غونډه د اپرېل په اوومه او اتمه جوړېږي. ټاکل سوې چي ډاکټر عبدالله عبدالله به ددغه غونډې په پرانیسته کي برخه واخلي او تر څنګ به یې د ترهګرۍ، افراطیت او افغان سولې په اړه په نورو جوړو سوو غونډو کي هم ګډون وکړي.
هغه به د اردون له لومړي وزیر، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو گوترېش او یو شمېر نورو بهرنیو لورو سره د افغانستان د مسئلې پر سره خبري اتري ولري. اجرایه ریاست وایي، چي عبدالله به په ځینو غونډو کې ویناوې هم ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون