له بارک اوباما په جرمني کي تود هرکلی سوی دی

د رسنیو د راپورونو له مخي د امریکا مخکینی ولسمشر بارک اوباما جرمني ته تللی او هلته یې ددغه هېواد له چارواکو سره خبري کړي دي.

نوموړي د المانیانو یوې لویي غونډې ته چي ویل کیږي زرګونه کسان پکښي راټول سوي وو، وینا کړې ده.

د المان لومړۍ وزیرې له هغه تود هرکلی کړی دی او پر بېلو مسایلو یې اوږده بحثونه کړي دي. ټاکل سوې چي بارک اوباما به له الماني ځوانانو سره وګوري او دوی ته به وینا وکړي.

اوباما په اروپا کي په داسي امریکايي ولسمشر معروف دی، چي هڅه یې کړې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکي پیاوړي کړي او اتحاد یې تلپاته سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...