د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د ۴مي ناحیې په مربوطاتو دوه پرله پسي چاودني سوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې په دواړو چاودنو کې درې تنه وژل سوي چي دوه میرمني او یو نارینه دي او لس تنه نور ټپيان سوي چي د درملني لپاره يې روغتون ته انتقال کړي دي.
د دې چاودنو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون