ناټو وايي چي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پریکړه لا نه ده سوې

په افغانستان کي د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي، پرون، د اپرېل په پنځمه په ځانګړې مرکه کي وویل چي د ناټو غړي په ګډه افغانستان ته راغلي او د وتلو پرېکړه به هم په ګډه کوي.

ده وویل:

“تر اوسه لا هېڅ پرېکړه نه ده سوې، موږ په دې اړه ډېر واضح دریځ لرو چي ناټو په متحد ډول راغلې او بالاخره به د خپل حضور په اړه ګډه پرېکړه کوو.”

وسله وال طالبان ټینګار کوي چي د سولي د موافقې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

نیکولاس کي وویل، په څو وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سولې لپاره زیات پرمختګ سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...