د امازون کمپنۍ رییس جف بزس رسنیو ته ویلي، چي له پخوانۍ مېرمني سره یې د طلاق مسئله حل سوه او دی اړ سو چي نوموړې ته ۳۴ میلیارده ډالر ورکړي.
دده په خبره په ځينو برخو کي یې ونډي د خپلي پخوانۍ میرمني په نامه کړي دي.
امازون په نړۍ کي د انلاین سوداګرۍ تر ټولو ستره کمپنۍ ده، چي مالک یې جف بزس د نړۍ تر ټولو شتمن کس ګڼل کېږي.
فوربس مجله وايي، چي هغه ۱۳۱ میلیارده ډالر شتمني لري.
دغه کمپنۍ په ۱۹۹۴ کال کي جف بزس جوړه کړه او د هغه پخوانۍ میرمن مک کنزي یې له لومړنیو کارکوونکو وه.
د معلوماتو له مخي دغه کمپنۍ یوازې تېر کال ۲۳۲ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر پلور درلود.
لا هم جف بزس د نړۍ تر ټولو شتمن کس او پخوانۍ مېرمن یې د نړۍ څلورمه شتمنه ښځه ده. دوی په ۱۹۹۴ کال کې واده کړی و او څلور اولاده لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون