په هرات او سمنګان ولايتونو کي د سيلابونو د راوتو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چي د دې ولايت په کرخ ولسوالۍ او د هرات- بادغيس لويې لارې اړوند د سبزک کوتل په سيمه کي راوتلو سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
هغه زياتوي، تر دې دمه د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات په سيمه کي پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هرات – بادغیس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل سوې ده.
د سيمي اوسیدونکي وايي چي تر دې دمه شاوخوا ۱۵ تنه چي سیلابونو وړي لادرکه دي.
همداراز، د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوال احمدالله احمدي وويل چي تېره ورځ تر غرمي وروسته شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کي سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر کلي يې زيانمن کړي دي.
هغه زياتوي، د دې سيلابونو له امله درې ځوانان چي د درې صوف ولسوالۍ د دلدل په سيمه کي د اوبو د زېرمي په جوړولو بوخت وو، مړه سوي دي. د ده په وينا، يادو سيلابونو مالي زيانونه اړولي او د راوتو له امله يې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خرابه سوې ده
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون