پنټاګون د جنګي الوتکو لپاره افغان پیلوټان روزي

پنټاګون د افغان هوايي ځواکونو د پیلوټانو د روزني او ساتني د چارو لپاره د ۴۲ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو نوی قرارداد کړی دی.

پنټاګون ویلي چي د دې قرارداد له مخي به د (اې ۲۹) جنګي الوتکو لپاره افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي.

د افغان پیلوټانو د روزني دوره به د جورجیا ایالت په موډي پوځي اډه کي پیلېږي. په افغانستان کي ائتلافي ځواکونو ویلي چي تر ۲۰۲۳ میلادي کال پوري به د افغان هوايي ځواک اندازه درې چنده او د الوتکو شمېر هم ورسره زیات سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...