په کندهار پوهنتون کي د “مثبت فکر” کرکیټ سیالیو پایلوبه د محمود طرزي لوبډلي وګټل

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار پوهنتون کي د مثبت فکر تر عنوان لاندي د کرکیټ سیالۍ پای ته ورسیدې.

دغه سیالۍ د ژورنالیزم پوهنځی له لوري پدې موخه په لاره اچول سوې وې چي د تفریح، سالم رقابت او روزش تر څنګ د مثبت زهنیت جوړولو لپاره انګېزه خپره کړي.

دا به لومړی ځل وي چي د کرکیټ سیالۍ د تفریح، سالم رقابت او ورزش تر څنګ د مثبت فکر جوړلو او خپرولو په موخه جوړیږي.

دا ابتكار د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ادارې کړی چي د خپلو محصلینو د پيژندلګلوي او د هغوی په منځ کي د مثبت فکر د خپرولو لپاره يې کرکیټ سیالۍ په لاره اچولي دي.

په دغه سیالیو کي د لوبي غوره لوبغاړی ته د مثبت فکر په نوم کتاب ورکول کېدي او له ازمویني وروسته  لومړي مقام یې تر ټولو غوره جایزه درلوده.

د پوهنتون یو شمېر استادان وايي، دا ډول سیالۍ د فکري او فزیکي ودي لپاره مثبت آغیز لري او محصلین به راتلونکو ازموینو ته ښه  چمتو کړي.

د کرکیټ په دغه سیاليو کي د حاجي میرویس خان نیکه، لوی احمدشاه بابا، سیدجمالدین افغان، د افغانستان د  ژورنالیزم پلار محمود طرزي او د سولي په نوم لوبډلو برخه درلوده.

ددغه لوبو ګډونوال دا ډول سیالۍ د مثبت فکر د خپرولو او مطالعې د ترویج لپاره یوه غوره لاره بولي او زیاتوي چي د دوی پر فکر يې مثبت آغیز کړی دی

دوی وايي، د مثبت فکر کرکیټ سیالیو کي د محصلینو او استادان تر منځ ښې اړیکي جوړي سوي او د مثبت فکر د کتاب لوستلو څخه يې ډېر څه زده کړي دي.

د کندهار پوهنتون کي دکرکیټ دد غو سیالیو پایلوبه  د ژورنالیزم پوهنځی د څلورم ټولګي د محمدد طرزي لوبډلي وګټل او همدارنګه د مثبت فکر کتاب په ازموینه کي د وارث خان په نوم د دوهم ټولګي محصیل د ډیرو نمرو په تر لاسه کولو سره تر ټول غوره جایزه یې تر لاسه کړه.

 

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...