زلمی خلیلزاد: د عمران خان وروستۍ څرګندوني رغنده نه دي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کي ویلي، چي په افغانستان کي د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې بې ګټي دي او کوم مثبت بدلون نه سي راوستلای.

دده په خبره د سولي په برخه کي د پاکستان همکارۍ رغنده ده، خو د موقت حکومت په اړه یې څرګندوني رغنده نه دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چي په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره باید بې طرفه موقت حکومت جوړ سي چي دې مسئلي د افغان حکومت سخت غبرګون له ځان سره لرلی دی.

افغان حکومت ددې مسئلي په غبرګون کي له پاکستان خپل سفیر را بللی دی او په کابل کي یې د پاکستان د سفارت مرستیال سفیر احضار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چي په دې اړه به لا ډېرې سلا مشورې کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...