روسیې ته دامریکا خبرداری؛ په وینزویلا کي ستونزي مه ډېروئ موږ چوپ نه پاته کیږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپل روسي سیال ته ویلي چي د مسکو له خوا وینزویلا ته د پوځي پرسونل استول تاوتریخوالی ډېرولای سي او خبرداری یې ورکړ چي واشنګټن به په دې اړه چوپ پاته نه سي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو ویلي چي پومپیو پرون سرګي لاوروف ته پر ټلفون ویلي، دا چي روسیه په وینزویلا کي تاوتریخوالی ډېروي، نو امریکا او د سیمي هېوادونه به لاس تر زني پاته نه سي.

پومپیو دا څرګندوني وروسته له هغه کوي چي د وینزویلا یوه چارواکي ویلي، د روسیي الوتکي د دغه هېواد د رواني پوځي همکارۍ د یوې برخيپه توګه د اوونۍ په وروستیو کې کاراکاس ته رسېدلي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...