د اتمر په مشرۍ ټاکنيز ټيم ؛ د عمران خان په څرګندونو غبرګون ښودلی

 

د هېواد د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولي او اعتدال ټاکنیزي ډلي ، که څه هم د جوزا له لومړۍ يو وار بيا د سرپرست حکومت په جوړيدو ټينګار کړی ،خو د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي يې ویلي چي د موقت حکومت جوړيدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ خبري د افغانستان په کورنیو چارو کي ښکاره لاسوهنه ده.
د یاد ټیم له لوري په خپري سوې خبرپاڼه کي راغلي، د عمران خان دا څرګندوني د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف دي او پرته له دې چي د خلکو غبرګونونه راوپاروي نور هيڅ ګټه نه لري.
سرچینه کاږې دا ډول بې مسٔوولیته څرګندوني د دواړو هېوادونو اړیکو ته سخته ضربه رسولای سي.
خبرپاڼه کاږي، د سولي او اعتدال ټیم د هغه دا څرګندوني په کلکو ټکو غندي او تاکید کوي چي دا مسایل په افغانانو پورې اړه لري او دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي چي د افغانستان په کورنیو چارو کي لاسوهنه وکړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...