د اسیا فوټبال جام د ۲۳ کلنو په غوراوي سیالیو کي افغانستان سبا له نيپال سره مخ کیږي

د اسیا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په مالیزیا کي پیل سوي.

افغان ټيم تر اوسه له عمان او قطر سره مخ سوی چي دواړه‌ یې بایللي دي.

د عمان په وړاندې افغان لوبغاړو یوا زې یو ګول ترسره کړ او عمان دوه ګولونه ورکړل.

تر دې مخکي افغان لوبغاړي دوه-صفر د قطر له‌خوا مات سول.

له قطر سره تر لوبې وروسته د افغان ټیم روزونکي مجتبی فیض ریفري تورن کړ چي له افغان لوبغاړو سره‌یې درغلي کړې ده.

 

افغان ۲۳ کلنه فوټبال لوبډله داسي وخت د ۲۰۲۰ میلادي کال د اسیا د ۲۳ کلنو جام ته د ورتلو هڅي کوي چي په کور دننه‌ یې د فدراسیون چاري تر ډېره ځنډیدلي وې او له امله‌ یې د لوبغاړو ږغ پورته سوی و.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...