د امریکا ځانګړی پلټونکی وايي، تیرو ټاکنو کي ټرمپ له روسیې سره جوړجاړی نه دی کړی

د امریکا کانګرېس ته په استولي راپور کي د ددې هېواد په تیرو ټاکنو کي د روسیې مداخلي په اړه ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر ویلي چي د ۲۰۱۶ په ولسمشریزو ټاکنو کي د ولسمشر ټرامپ ټاکنیز ټیم له روسیې سره جوړجاړی نه و کړی.

په هغه لیک کي چي د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د امریکا کانګرس ته استولی ویل سوي، په راپور کي دې پایلي ته نه دي رسیدلي چي د امریکا ولسمشر دي کوم جرم کړی وي خو هغه ته برائت هم نه ورکوي.

د مولر څیړني چي ۲۲ میاشتې یې وخت نیولی، دوه ورځي وړاندي د امریکا لویي څارنوالۍ ته سپارل سوې.

د رابرټ میولر د تحقیقاتو پرمهال ځیني کسان محاکمه او محکوم سول او د نورو کسانو ترڅنګ په دې ډله کي د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډلي مشر پاول مانافورت، د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین او یو مهالي د ټرمپ شخصي وکیل مایکل کوهن هم شامل وو.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...