د اسیا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په مالیزیا کي پیل سوي.
افغان ټيم تر اوسه له عمان او قطر سره مخ سوی چي دواړه یې بایللي دي.
د عمان په وړاندې افغان لوبغاړو یوا زې یو ګول ترسره کړ او عمان دوه ګولونه ورکړل.
تر دې مخکي افغان لوبغاړي دوه-صفر د قطر لهخوا مات سول.
له قطر سره تر لوبې وروسته د افغان ټیم روزونکي مجتبی فیض ریفري تورن کړ چي له افغان لوبغاړو سرهیې درغلي کړې ده.
افغان ۲۳ کلنه فوټبال لوبډله داسي وخت د ۲۰۲۰ میلادي کال د اسیا د ۲۳ کلنو جام ته د ورتلو هڅي کوي چي په کور دننه یې د فدراسیون چاري تر ډېره ځنډیدلي وې او له امله یې د لوبغاړو ږغ پورته سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون