مشهوره امریکایۍ سندرغاړې دیلا مایلز په نیوزیلنډ کي پر دوو جوماتونو تر خونړیو بریدونو وروسته، د ترکیې استانبول ښار کي، چې یوه کانسرټ په موخه تللې وه، مسلمانه سوې ده.
مایلز د امریکا پاپ سندرو له نړیوال ستوري مایکل جکسن سره د یوځای سندرو تجربه لري، هغي پر خپل انسټاګرام، خپل ځیني انځورونه خپاره کړي چي د ترکیې استانبول مشهور تاریخي احمد جومات د ننه په حجاب کي ولاړه ده.
هغې یوه وېډیو هم خپره کړې ده چي د مسلمانېدو پرمهال د شهادت کلمه وايي. دا وايي، استانبول کي چکر یې ذهنیت بدل کړ او ترکیه یې ډېره خوښه سوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون