د ملګرو ملتونو دې راپور کي وړاندي ویل سوي چي په کندهار کي تر ۳۲ زرو زیات او په هلمند کي بیا تر ۱۸ زرو زیات سیلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دا راپور زیاتوي، په اتو ولایتونو فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل کې وروستیو سیلابونو ۴۸۷۴ کورونه هم ویجاړ کړي او تر اووه نیم زرو زیات نور یې زیانمن کړي دي.
راپورونه وايي چي د دوشنبي په ورځ سخت بارانونه په هرات کي د تازه سیلابونو سبب سوي چي په څو ولسوالیو کي یې تر ۱۵ زیات کسان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو سره په ګډه هڅه کوي چي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي سیلاب ځپلو ته عاجلې بشري مرستې ورسوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون