د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چي د جنګي جرمونو د نړیوالي محکمې استازو ته ویزي نه ورکوي

 دغه ډله غواړي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو پر څرنګوالي تحقیق وکړي، خو امریکا دوی ته د وېزې له ورکړې ډډه کړې ده.

د مایک پمپیو په خبره دا کار به په امریکا کي د قانون د حاکمیت په اړه پوښتني را ولاړي کړي، نو ځکه د جرمونو د نړیوالي محکمي استازو ته وېزه نه ورکوي.

نوموړي ویلي، امریکا هر اقدام نړیوالو قوانینو ته په پام تر سره کوي، خو که د جرمونو نړیواله محکمه خپله لار بدله نه کړي، ښايي د امریکايي حکومت له نورو غبرګونونو سره هم مخ سي.

پمپیو د اقتصادي بندیزونو او ددغه محکمي پر وړاندي د نورو قانوني اقداماتو د ترسره کولو ګواښ هم کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې قاضي القضات د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کي له خپلو قاضیانو وغوښتل چي په افغانستان کي د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه تحقیقات وکړي. خو امریکا دغه محکمې ته خبرداری ورکړی چي له تحقیقاتو په شا سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...