د افغانستان د سولي عالي شورا په نیوزیلنډ کي پر جوماتونو پرونۍ حملي وغندلي

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري پرون د مارچ په پنځلسمه پر ټوېټر ولیکل چي تروریستان دین نه لري.

د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کي پرون په دوو جوماتانو کي پر خلکو چي د جمعي د لمانځه د ادا کولو لپاره ورغلي وو، حملي وسوې.

سید احسان طاهري دا حملي ترورېستي او وحشیانه بللي دي.

د نیوزیلنډ د پولیسو مشر ویلي چي په دواړو حملو کي ۴۹ تنه وژل سوي او ۳۹ تنه زخمیان دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت پرون وویل چي په حملو کي یو افغان وژل شوی او درې نور افغانان سخت زخمیان دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...